چه په زړه مي د ژوندون نوی بهار شي
لکه گل تر و تازه د زړه پرهار شي
په یو دم د خاطراتو له نسیمه
ځان شي سوړ او زړه می سُور لکه انگار شي
کله کله داسی وخت په سړی راشي
چه جام مات کړی او بیسده له خمار شي
هغه زړه چه بی نیازه مستی غواړی
خدای د نه کا چه ساقی ته امیدوار شي
د امید ډیوه چه مړه شی هیله مکړه
چه بل بیا په سترگو اور د انتظار شي
داسی توره تر ږمی ده په دی بڼ کښي
چه د شپی مرغه په ورځ کښی په کوکارشي؟
دا وطن د کومی پیغلی تور وربل دی
چه باد نه ئی لاوهلی تار و مار شي
گنهگاریم خو گناه می آزادی ده
څوک به دی خوږی گناه نه توبه گار شي
چه دده گناه لایق د پښیمانی وی
توه لعنت د په دا هسی گنهگار شي
تقدیر مه گڼه فطرت د هغه خلکو
چه آزاد ئی کړی مرئي د بل بادار شي
ځما کږدی کښی به کوژده نشی پژواکه
هغه ناوی چه ښکلي په سنگار شي
عبدالرحمان پژواک

Comments